ارګ: هند او افغانستان د سولې او امنیت په اړه د ځینو فرصتونو ستاینه کړې

 

دآزادی راډیو

د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار ، اجیت دووال پرون دوشنبه کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي وحدت حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړ رتبه حکومتي چارواکو سره یې وکتل.
د ارګ مطبوعاتي دفتر پر ټوېتر لیکلي، دواړو خواوو د سیمه ییزې سولې او امنیت لپاره د هغو فرصتونو ستاینه کړې چې د افغانستان په ګډون د ټولې جنوبي اسیا لپاره د امریکا د جمهور رئیس له نوې ستراتېژۍ سره رامنځ ته شوي دي.
د امریکا ولسمشر د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې د نوې ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې پر هند غږ وکړ چې د افغانستان د ثبات لپاره خپلې اقتصادي مرستې او د پانګونې پروژې زیاتې کړي.

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه د اجیت دووال په حواله وايي، دواړه خواوې د هند او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا او ګډو اهدافو ته د رسېدو لپاره پر ستراتيژیک ډيالوګ او مشورو سلا شول.

دووال همدا راز د هند د صدراعظم، نرېندرا مودي له لوري ولسمشر محمد اشرف غني ته بلنه ورکړې چې هند ته ورشي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئيس، په وروستیو کې هند ته تللی و.

د هند د صدراعظم د ملي امنیت مشاور پرون په کابل کې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت له سلا کار محمد حنیف اتمر سره هم خبرې کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حنیف اتمر او اجیت دووال ټینګار کړی چې صادقانه، دوه اړخېزې همکارۍ د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمې دي.

دا د پاکستان لپاره چې د حقاني شبکې، وسله‎والو طالبانو، لشکر طیبه او نورو افراطي ډلو د ملاتړ تور ورپورې دی، مهم پیغام بلل کېږي.

د پاکستان حکومت دا تور ردوي او په افغانستان کې يې د هند د نفوذ د پراختیا له امله، په مکرر ډول اندېښنه څرګنده کړې ده.

د هند د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې کابل ته تللی چې د عُمان چارواکي د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخېزو مذاکرو کوربانه دي.

د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان استازو پرون په عمان کې د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخېزې خبرې پېل کړې.

هند په دې خبرو کې برخه نه‎لري.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.