ارګ: له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د هوکړې ادعاوې ردوو
دآزادی راډیو
افغان حکومت هغه راپورونه او ادعاګانې ردوي چې ګوندې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو هوکړه شوې ده.
وروسته له هغې چې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د پاکستان او افغانستان ترمنځ په یو شمېر مواردو د هوکړې ادعا مطرح کړه، د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له پاکستاني پلاوي سره شوې هوکړه رسنیزه شوې او هر څه ښکاره دي.
د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۸» ازادي راډيو سره په خبرو کې هغه ادعاګانې رد کړې چې ګوندې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ د استخباراتي معلوماتو په شریکولو هوکړه شوې ده.
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
دی وايي:
“هغه څه چې د پاکستاني پلاوي سره پرې هوکړه شوې، هغه سند د رسنیو او خلکو په واک کې ورکړل شوی دی، له دې ډېر څه نهوو موجود، موږ هیله لرو چې د ولسي جرګې غړي یو شمېر مسئلې چې مطرح کوي يې، اوليې کره کړي او له پوره معلوماتو سره خبرې وکړي.”
ښاغلي مرتضوي د ولسي جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې د اوازو بر بنسټ نه، بلکې د دقیقو معلوماتو پر بنسټ له خلکو سره مسئلې شریکې کړي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې افغان حکومت له پاکستان سره د استخبارتي معلوماتو په شریکولو او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق له دندې نه په لیرې کېدو هوکړه کړې ده.
خو هغه څه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د روان کال د اپرېل په ۶مه نېټه کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي تر سفر وروسته خپاره شوي داسې څه پهکې نهتر سترګو کېږي.
د پاکستان له لوري د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ.
د هغه فراري او نهپخلا کېدونکو اشخاصو پر خلاف بنسټیز ګامونه چې د دواړو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.
د دواړو هېوادونو خاوره د یو بل پر ضد نهکارول.
په کرښه د هوايي او ځمکنیو سرغړونو مخنیوی.
د کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څار، تأیید او همغږۍ د مېکانیزم رامنځته کول چې د مسؤلو مأمورینو لهخوا به دا پروسه پر مخ وړل کېږي.
دا هغه مهم موارد دي چې پهدې ۷ مادهییز سند کې ځای ورکړل شوی دی.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان هم د ولسي جرګې د غړو دا شان ادعاګانې د اوازو تر کچې ګڼي، خو وايي چې که پاکستان رښتیا هم دغه غوښتنه کړې وي، دا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
د چارو کارپوه انتظار خادم
د چارو کارپوه انتظار خادم وايي:
“فکر نهکوم، دا اصلاً د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی چې پاکستان دې دومره سپینسترګي وکړي او د افغانستان د یوه قوماندان د لیرې کېدو خبره دې وکړي، زه دومره ویلی شم چې د ولسي جرګې دا ادعا یوه ډرامه ده، یوه کیسه ده. زه باور نهلرم چې د ډیپلوماتیکو اصولو په چوکاټ کې دې دغسې یوه خبره مطرح شي.”
ښاغلی خادم که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یادو اووه مواردو هوکړې ته نستباً خوشبینه دی، خو وايي چې ښايي پایلې يې ډېرې مثبتې ونهاوسي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د عمل دا پروګرام وروسته له هغې پیل شو چې د کابل جمهوریت روغتون ته څېرمه په یوې خونړۍ انتحاري حمله کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
تر دې دمه د سولې د عمل په پروګرام د افغان او پاکستان د ملکي او پوځي پلاوو ترمنځ په کابل او اسلاماباد کې درې ناستې شوې دي.
راپور: اکرامالله اکرام
نظرات بسته شده است.