ارګ: د خوست د ځاځي میدان نښته د یوه هېواد په ګټه هم نه‎ده

 

 

د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې له پاکستان سره پر پوله پرته د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کابل ته د پاکستان د صدراعظم تر سفر ۱۰ ورځې وروسته د یکشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې شاهده وه.

د افغانستان جمهوري ریاست د دغې پېښې په غبرګون وايي، یاد وضعیت د یو هېواد په ګټه هم نه‎دی.

د افغان ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د اړیکو د ښه کېدو په نیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې عمل د ګډ پلان تفاهم‌لیک لاسلیک شوی او تمه دا ده چې په عمل کې هم پلی شي.
نوموړی زیاتوي:

“له پاکستان سره تفاهم‎لیک لاسلیک شوی، هڅه کېږي چې د عملي کېدو لپاره‌يې اصلي مېکانیزمونه او په پلي کېدلو یې څارنه هم تنظیم شي، ځکه روان وضعیت د یو هېواد په ګټه هم نه‎دی.”

ښاغلی مرتضوي وايي، که دغه تفاهم‎لیک په عمل کې پلی شي، د تاوتریخوالي د ورته پېښو مخه نیول کېدای شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د خوست ولایت د امنیتي چارواکو په وینا پاکستاني پوځیانو تېره ورځ د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ په جنډې غر، ځونډي غر او نازو غر سیمو کې لومړی د مخته راتګ هڅه او بیا برید وکړ او دغه شان‌یې د پکتیا د ځاځیو ولسوالۍ په ځينو سرحدي سیمو هم ډزې وکړې چې افغان ځواکونو او ولسي خلکو یې مخه ونیوله.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني پوځیانو په‎‎دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شته ټولو تړونونو سرغړونه کړې.
خو د نوموړي په خبره افغان ځواکونو او ولسونو له دغو سرغړونو په کلکه دفاع کړې ده.

د خوست ځايي چارواکي وايي، د تېرې ورځې په نښته کې چې له سهاره‌یې تر مازیګره دوام وکړ، دوه ملکي افغانان وژل شوي، افغان ځواکونو ته بیا د پاکستاني پوځیانو درې جسدونه پر ځای پاتي او یو تن‌یې ژوندی نیولی دی.

د پاکستان دغو سرغړونو ته په کتو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا پېښې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سولې په پروسه ناوړه اغېز لري.

د دغې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“بې له شکه چې دا ډول حرکات په اړیکو، د سولې په پروسې او ډېرو نورو برخو باندې اغېز لري، خو غوره دا ده چې د پاکستان حکومت چې اراده‌يې د اړیکو د ښه کېدو او د سولې لپاره ښودلې له دا شان تحرکاتو ځان وساتي، ځکه دا د خلکو احساسات او قهر راپاروي او اړیکې خرابوي.
دی وايي، پاکستان په دا شان هڅو سره د ډیورند کرښې د رسمي کېدو هڅه کوي او غواړي ځينې ستراتېژیکې نقطې تر لاسه کړي.

خو د ښاغلي دین محمد په وینا، د پاکستان دا هڅې به د افغان حکومت او ولس له سخت غبرګون سره مخامخ شي او په‎کار ده چې هغه هېواد ورنه لاس په سر شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.