ارګ د انتخاباتو د ځنډېدو هرکلی وکړ، ملي ايتلاف یې مخالفت وکړ D

تاند- د افغانستان حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو د پرېکړې هرکلی وکړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد پرون /یکشنبه/ اعلان وکړ چې له سیاسي ګوندونو او بېلابېلو خواوو سره له سلامشورو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ انتخابات به د حمل د یودېرشمې پر ځای د سرطان په ۲۹ (جولای ۲۰) د ولایتي او ولسوالي شوراګانو له انتخاباتو سره په یو وخت وکړي.

ښاغلي صیاد، امنیتي ستونزې، د هوا سړوالی، د بایومیتریک په شان تخنیکي ستونزې د انتخاباتو د ځنډولو دلیل وباله.

د لوی ملي ايتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرېکړه غیرقانوني وبلله، ویې ویل چې کمیسیون له سیاسي ګوندونو سره مشوره نه ده کړې بلکې دا پرېکړه یې د حکومت په خوښه کړې ده.

ارګ نن /دوشنبه/ وویل«په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان حکومت غوښتل چې انتخابات په خپل وخت وشي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یوه مستقل اورګان په توګه د سیاسي ګوندونو، د ولسمشرۍ د احتمالي کاندیدانو، نړیوالې ټولنې او پر انتخاباتو د څارونکو ادارو په شان له ټولو اړوندو خواوو سره په مشوره او د میزان د میاشتې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د شویو تېروتنو د نه تکرارېدو او تخنیکي مسایلو په خاطر وپتېیله چې د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ په سرطان میاشت کې ترسره کړي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې له انتخاباتو دوه نیمې میاشتې وځي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تراوسه پورې نه دی بریالی شوی چې نهايي پایلې اعلان کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.