ارګ او سپيدار د کابل ښار د دوشنبې د ورځې حمله نه بخښونکی عمل بللی
راډیو آزادی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سېمه کې انتحارې حمله په سختو ټکو غندلې ده.
ارګ او سپيدارماڼۍ د بېلابېلو خبرپانو په خپرولو سره دغه حمله نه بخښونکی عمل بللی.
د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:
”د هغو معلوماتو په اساس چې موږ له امنیتي ادارو څخه ترلاسه کړِ دي، د کابل د نن سهار په حمله کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي چې تر ډېره پهکې ملکي وګړي دي او د دې احتمال شته چې دا ارقام بدل شي.”
د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سېمه کې دغه انتحاري حمله د دوشنبې ورځ سهار شاوخوا ۷ بجې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق کور ته نېږدې شوې ده.
امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د حملې هدف معلوم نهدی خو پهدې پېښه کې د کانونو وزارت د کارکوونکو موټر په بشپړه توګه سوځېدلی.
دغې حملې د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، یو شمېر جسدونه سوځېدلي او حتی نه پیژندل کېږي.
احمد ستاري او رفیع جسور پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
“سهار وختي و چې دغه چاودنه وشوه ، خلکو ته ډېر تلفات اوښتي دي، څو ټپیان مې ولېدل چې حتی نه پېژندل کېدل چې څوک دي.
-ډېره زړه بوګنونکي پېښه وه، هرې خواته لاس او پښې وې، وېنه او اور لېدل کېدل او ټولو خلکو هرې خواته منډې وهلې.”
د پېښې ټپيان او د وژل شوېو کسانو جسدونه د کابل ایمرجنسي، استقلال او ابن سینا رغتونونو ته انتقال شوي دي.
یو شمېر هغه کسان چې پهدې پېښه کې ټپي شوي د خپلو سترګو لېدلی حال داسې بیانوي:
“زما نوم نورالله دی، په خونه کې له خپل همکار سره وم چې چاودنه وشوه، ښېښې ماتې شوې، زه هم د ښیښو د ماتېدو له وجې ټپي شوم.”
د پېښې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی.
د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی پهدې حمله کې د ملي امنیت ریاست کار کوونکي په نښه کړې دي او د دې حملې په طرحه کولو يې دوه میاشتې کار کړی و.
نظرات بسته شده است.