ارګ: امریکا به د افغانستان د کانونو د استخراج په سکټور کې مرسته وکړي

 

دآزادی راډیو

امریکا موافقه کړې چې امریکايي کمپنۍ به د افغانستان د کانونو د استخراج په سکټور کې مرسته وکړي.

ولسمشر اشرف غني او ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پنج شنبه په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې په خپله کتنه کې موافقه وکړه چې امریکايي کمپنۍ د افغانستان د طبیعي زیرمو د استخراج په برخه کې مرسته وکړي.

د ارګ رسمي ویبپاڼه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د افغانستان د کانونو په سکټور کې د امریکا د همکارۍ د ژمنې په اړه خبرې وکړې.
بیان د ښاغلي ټرمپ په حواله خبر ورکوي چې متحدایالات به د افغانستان د پرمختګ او هوساینې لپاره د کانونو په ګډون، د افغانستان په اقتصادي سکټورونو کې همکاري وکړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ولسمشر د هېواد د طبیعي زیرمو د انکشاف په برخه کې، د امریکا د همکارۍ د ژمنې هرکلی وکړ او ویې ویل، د افغانستان اقتصادي انکشاف او هوساینه د افغانستان د کانونو د سکټور په پراختیا پورې تړلې دی.

ښاغلي غني ویلي، د کانونو د سکټور له انکشاف سره به افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او خپل امنیتي لګښتونه به په خپله چمتو کړي.

سپینې ماڼۍ په یوه جلا بیان کې ویلي دي، د افغانستان او امریکا مشرانو موافقه وکړه چې امریکايي کمپنۍ د افغانستان د کانونو او قیمتي تېږو په استخراج کې مرسته وکړي.

بیان زیاتوي چې دا نوښت به له امریکايي کمپنیو سره مرسته وکړي، څو هغه مواد چې د دې هېواد لپاره له امنیتي پلوه حساس دي، استخراج کړي او په عین حال کې به د افغانستان له اقتصادي ودې او په دواړو هېوادونو کې د کاري فرصتونه له رامنځ ته کولو سره مرسته وکړي.

په بیان کې یادونه شوې چې له دې اقدام سره به له یوې خوا په افغانستان کې د متحدوایالاتو د لګښتونو یوه برخه ترلاسه شي او له بلې خوا به افغانان پر خپلو پښو ودرېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.