اروپایي ټولنې، طالبان د افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي د نیوکې له کبله ملامته کړل
تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: اروپایي ټولنې د طالبانو هغه بیان ته توند غبرګون ښودلی چې د افغان دولت په مذاکراتي پلاوي یې نیوکه کړې او هغه یې ټول شموله نه دی بللی.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې خاص استازي رولانډ کوبیا په یو ټویټ کې طالبانو ته په خطاب کې لیکلي، چې په سوله کې د جګړې په څیر ، تاسو نشئ کولی خپل سیال وټاکئ.
د کوبیا په خبره، که طالبان غواړي د بل مذاکره کوونکي ټیم په ترکیب کې یوه نیمه خبره وکړي، نو بیا باید دا هم ومني چې مقابل لوری د دوی په پلاوي نیوکه وکړي: (( که په چا د خبرې حق ځانته ورکړئ، نو هغوی هم ستاسې په پلاوي د نیوکې حق لري تر څو پوه شي چې ستاسې پلاوی د چا استازیتوب کوي؟ د مثال په توګه میرمنې چیرې دي؟))
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، د حکومت له لوري اعلان شوی پلاوی ټول شموله نه دی او له امریکا سره د هوکړې خلاف دی.
خو ناټو، اروپایي ټولنې، زلمي خلیلزاد او د امریکا د باندنبو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان دولت مذاکراتي پلاوی ستایلی او دا یې همه شموله بللی دی.
همدا راز د افغانستان د سولې وزارت او د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم په جلا جلا بیانونو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د سولې پروسه کې دې بهانې نن لټوي او د مذاکراتي پلاوي ټاکل د دوی صلاحیت نه دی بلکې دا د افغان حکومت کار دی.
نظرات بسته شده است.