اروپايي ټولنې افغانستان ته ۳ سوه میلیونه یورو بشري مرسته اعلان کړه

 

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه) اروپايي ټولنې په يوه تازه بشرپاله اقدام کې اعلان وکړ، چې له افغانستان سره به ۳ سوه میلیونه یورو بشري مرسته وکړي.

د یادې ټولنې رئیس اورسلا ون‌درلین په يوه ټویټ کې د دې مرستې خبر ورکړی.

د هغه په وينا، دغه ټولنه به د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه پاتې شي.

سرچينې ټينګار کړی، چې افغانستان ته به د بشري مرستو نورې الوتنې هم تر سره شي.

د اروپايي ټولنې رئیس د نورو مرستو په اړه جزیات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې يادې مرستې به د کومو نړيوالو موسسو له لوري په کومه بڼه تر سره شي.

طالبان تر اوسه د نړیوالې ټولنې له لوري په رسميت نه دي پېژندلي.

له دې امله، افغانستان ته استول کیدونکې بشري مرستې هم دوی سره نه، بلکې افغانانو سره دي او نړيوالې موسثې به يې په مستقيم ډول تر سره کوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان له بېساري اقتصادي او بشري ناورين سره مخ شوی او وړاندوينه دا ده، چې په نيږدې وخت کې به د فقر کچه تر ۹۷ سلنې پورته شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.