اروپايي ټولنه د بهرنیو اتباعو او د هغوى د افغان همکارانو ايستو ته لومړيتوب ورکوي

 

تاند (چهارشنبه، سنبلې ٣)- اروپايي ټولنې د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت د هغو ټولو کسانو تر ایستلو پورې وساتي چې باید وایستل شي.

د جي ٧ يا اوو سترو صنعتي هېوادونو له سرمشریزې وروسته د اروپايي شورا مشر چارلس میشل وویل، اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې د ايتلاف د غړیو هیوادنو اتباعو او د هغوى افغان همکارانو خوندي ايستو ته لومړيتوب ورکوي.

هغه خبريالانو ته وويل: “دا موضوع یې له خپلو امریکايي دوستانو او شریکانو سره له دوو اړخونو مطرح کړه. لومړی د هوايي ډګر د ساتنې اړتیا یعني تر څو چې ورته ضرورت وي او عملیات بشپړ شي. دوهم هغو ټولو کسانو ته د هوايي ډګر د لارې پرانیستل چې د وتلو مستحق دي.

په ورته وخت کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ټينګار کوي چې د اګسټ تر یودېرشمې پورې خپل سرتيري د کابل له هوايي ډګره باسي.

خو اروپايي ټولنه د دې مودې د غځېدو غوښتنه کوي او فکر کوي چې ټول هغه خلک به د اګسټ تر ۳۱ پورې ونه ایستلی شي چې دوی یې د ایستلو اراده لري.

تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا وغوښتل څو افغانان بهر ته د تګ لپاره هوايي ډګر ته ونه غواړي.

په عين حال کې د کابل له هوايي ډګره ننني راپورونه وايي، چې طالبان هیڅوک هوايي ډګر ته نه پرېږدي او هر هغه څوک چې دغه ډګر ته د ننوتو هڅه کوي یا هوايي ډزې کوي او یا یې وهي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.