اروپايي ټولنه: افغان سوله کې د ښځو ونډې ته لومړيتوب ورکوو

 

دآزادی راډیو

اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان په سیاست او په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې د ښځو ونډه دوی ته لومړیتوب لري.

اروپایي ټولنې د یوه لیک په خپرولو سره د افغان مېرمنو د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنو په خوندیتوب ټينګار کړی.

اروپايي ټولنې د افغانستان په سیاست او په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې د ښځو له ونډې داسې مهال ملاتړ کوي چې په دې وروستیو کې اکثره افغان مېرمنې د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو د زیانمنېدو اندېښنه لري.

اروپايي ټولنې یوه لیک وروسته له هغه خپور کړ، چې تېر کال د مدني فعالانو، پارلمان غړیو، رسنیو په شمول ۱۶ مخکښو مېرمنو د فرانسې په یوه ناسته کې له اروپايي ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

دا لیک د جوزپ برول د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسؤل یوه اوونۍ مخکې ځواب کړی.

مدني فعاله صغرا سادات چې د دي ناستې ګډنواله وه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د اروپايي ټولنې وروستی لیک هيله بخښوونکي ده.

هغه زیاته کړه: “اروپايي ټولنې ډاډ ورکړی او ژمنه کړې چې افغان مېرمني به یوازې نه پرېږدي او تېرې لاسته راوړنې به خوندي شي، زه فکر کوم اوسنیو شرایطو کې چې د سولې خبرې دي او په سیاسي مشارکت کې د مېرمنو د حضور مسئله مطرح ده فکر کوم دا یو ګټور ګام دی چې افغان مېرمني د نړیوالې ټولنې ملاتړ ولري.”

د اروپايي ټولنې په دغه لیک کې همدارنګه، د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنه هم مطرح شوې ده.

اروپايي ټولنې همدارنګه له افغان حکومت سره د خپلو مرستو په دوام ټينګار هم کړی خو ویلي دي چې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب دوی ته لومړیتوب لري.
له بلې خوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنره ثریا صبرنګ وايي، افغان میرمني حق لري چې په ټولو سیاسي او لویو پرېکړو کې حضور ولري.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د اروپايي ټولنې پرېکړه د قدر وړ یاد کړی خو ویې‌ویل، چې افغان مېرمني به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: “په ملي او نړېواله کچه د افغان مېرمنو د هڅو هدف دا دی چې افغان مېرمنی باید له خپلو اساسي حقونو برخمنې شي، مېرمنې حق لري چې په لویو مسایلو کې ونډه ولري، دا باید نه یوازې سمبولیک او نمایشي وي او دا به دوام ورکړو.”

مېرمن صبرنګ وايي، د سولې په خبرو کې د ښځو له فعال ګډون پرته به د سولې خبرې بې معنی وي.

بل پلو د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو فعاله شاه ګل رضايي وايي، د ښځو پر زده کړو، روغتیایي خدمتونو، د دوی په حضور، مشارکت او سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګول نه‌ یوازې دا چې پر ښځو ګوزار دی، بلکې د ټولنې نیمايي ظرفیتونه زیانمنوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاندې ناجیې انوري بیا ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د سولې په پروسه کې د ښځو فعاله حضور ته ژمن دي.

هغې وویل: “افغان حکومت په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو فعال حضور باندې باورمند دي، د ښځو معنی لرونکي رول د سولې په پروسه کې د افغان دولت یو له مهمو لومړیتوبو څخه دی او په دې اړه هلې ځلې روانې دي.”

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کراتو ژمنه کړې چې افغان مېرمنو ته به د سولې په ګډون د رهبرۍ تر کچې ونډه ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.