اجرائیه ریاست: ممکن نن سې شنبه افغان حکومت او طالبان سره وغږېږي

دآزادی راډیو

د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د ناستې دوهمه ورځ چې د افغانستان حکومت‌یې د سولې د خبرو د پېلېدو ور بولي او ورته هیله‌مند دی.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ غونډې ته په پام ازادي راډيو ته وویل، نن به په ابوظبۍ کې د افغان حکومت پلاوی او طالب استازي سره مخامخ خبرې وکړي چې دغه چاره به د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو د پېلېدو امکان زیات کړي

میثم: د حکومتي پلاوي او طالب استازو د مخامخ خبرو امکان زیات دی
ښاغلي میثم زیاته کړه:

“د دې امکان شته چې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې پيل شي، هیله لرو چې له کلونو وروسته د دواړو لوریو استازي د خبرو مېز ته کیني او سولې ته د رسېدو پر څرنګوالي او د بریالیتوب پر لارو چارو خبرو وکړي.​”

د ښاغلي میثم په خبره د ابوظبۍ په ناسته کې د پیاوړو او اغېز لرونکو هېوادونو استازي هم ګډون لري چې مهم بحثونه به‌یې د سولې په بهیر کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د مخامخ خبرو ته د دواړو لوریو هڅول وي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار د افغانستان د سولې په اړه د ناستې کوربه دی چې په‌کې د طالبانو د ډلې پلاوي، امریکايي چارواکي، سعودي عربستان او پاکستان ګډون لري.

افغان پلاوي په‌دغه ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په بلنه او هڅو ګډون کړی دی.

هیله لرو چې له کلونو وروسته د دواړو لوریو استازي د خبرو مېز ته کیني.
د افغانستان حکومت وايي، په ابوظبۍ کې د تېرې ورځې په ناسته کې:

د سیمې د هېوادونو استازو.
زلمي خلیل‌زاد.
د افغانستان د ملي امنیت استازو.
پاکستان.
سعودي عربستان
او متحده عربي اماراتو د افغانستان د سولې په سیمه‌ییزو اړخونو او د سولې مخامخو خبرو ته د زمینې د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
له دې وړاندې کابل د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخېزې ناستې کوربه‌و چې په‌کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني لوري وغوښتل چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

له دغې ناستې وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ ناستې ته زمینه برابروي.
هېواد: د طالبانو او امریکا د خبرو لپاره ولې متحده عربي امارات غوره شو؟
خو له دومره هیلو سره- سره طالبانو تل له امریکايي چارواکو سره پر خبرو ټینګار کړی او له دغې ناستې يوه ورځ وړاندې یې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په ابوظبۍ کې له افغان پلاوي سره لیدل رد کړل او ويې ویل، دوی چمتو نه‌دي چې دغه پلاوي سره وګوري.

د ابوظبۍ درې ورځنۍ ناسته په داسې حال کې روانه ده چې له دې وړاندې امریکايي چارواکو د افغانستان د سولې په پروسه کې د زلمي خلیل‌زاد د صلاحیتونو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا غړی قاضي محمدامین وقاد وايي چې له طالبانو سره يې د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیولی او د ابوظبۍ ناسته به د سولې خبرو اترو پېلېدو ته زمینه برابره کړي.
​ښاغلي وقاد زیاته کړه:
افغان حکومت له طالب استازو سره د خبرو په هدف خپل مرکچي پلاوی اماراتو ته استولی
​”د سولې عالي شورا د سولې خبرو ترسره کولو ته چمتو دی، هیله لرو چې دغه لومړنۍ ناستې داسې مرحلې ته ورسېږي چې د سولې مذاکرات چې مرکزي هدف دی ورته ورسېږو او دا هیله‌مندي شته چې دا کار به کېږي.”

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي شورا يو شمېر استازي د سولې د دغو هڅو هرکلی کوي او پایلو ته‌یې خوشبین دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وايي، امریکا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته په کار ده چې پر پاکستان فشار راوړي، څو طالبان د مذاکراتو مېز ته راکاږي.

بل‌خوا د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وايي، که د افغانسان حکومت د يوې قوي طرحې او کلکې ارادې سره د ابوظبۍ په ناسته کې د سولې د خبرو پېلېدو لپاره هڅې و نه‌کړي، داسې ناستې به چې په‌کې پاکستان او طالبان هم ګډون ولري تر ډېره د هغوی په ګټه تمامه شي.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.