“که ولایتي مسئولان د ټاکنیزو سرغړونو راپور ورنه کړي، څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي”

دآزادی راډیو

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي، هغه کسان چې د ټاکنو په ورځ د نابیومټریک شویو رایو په کارولو کې لاس ولري، عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.

ددغه کمیسیون یوه غړي مولانا محمد عبدالله نن یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د کمیسیون د ټولو ولایتي دفترونو له مسئولانو غوښتي چې د رأی ورکونې د هغو محلونو په اړه راپور ورکړي چې بیومټریک پکې نه دی کارول شوی او یا زورواکو پکې د صندوقونو ډکولو په ګډون غیرقانوني کړنې ترسره کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل، که اړوند ولایتي مسئولان د سرغړونو په اړه راپور ورنه کړي او د ارزونو پرمهال درغلي ثابته شي، نو دغه مسئولان به عدلي او قضايي ادارو ته وپېژندل شي.

وړاندې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ټینګار کړی چې یوازې بیومټریک شوې رایې ورته د اعتبار وړ دي.

د افغانستان ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې، د میزان ۶مې په ولسمشریزو ټاکنو کې، شاوخوا دوه میلیون او ۷۰۰ زره کسانو ګډون وکړ.
د افغانستان ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې، د میزان ۶مې په ولسمشریزو ټاکنو کې، شاوخوا دوه میلیون او ۷۰۰ زره کسانو ګډون وکړ.
د ولسمشرۍ ځینې کاندیدان وایي، د میزان د ۶ مې نېتې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او نابیومټریک شوې رایې کارول شوې دي. په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې ویډیوګانې خپرې شوې چې ظاهرا ځینې کسان د مشخصو کاندیدانو په ګټه درغلي کوي.

د ټاکنو کمیسیون ویلي چې دا ویډیوګانې به وارزوي.

ښاغلي عبدالله همداراز وویل چې د ۲۲ ولایتونو انتخاباتي مواد د ټاکنو مرکزي دفتر ته رسېدلي او د پاتې ۱۲ ولایتونو مواد به د نن ورځې ترپایه راانتقال شي.

هغه وویل، د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به دغه بهیر نن بشپړ شي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه راځي.

د ټاکنو کمېسیون کمیشنر وویل، تردې مهاله د ۲۱ زره محلونو د نتایجو فورمې دوی ته په برېښنايي ډول رسېدلي دي. هغه هیله وښوده چې کابل ته د دغو دستګاوو تر رسېدو وروسته به یې معلومات په مستقیم ډول مرکزي سرور ته انتقال شي.

د ښاغلي عبدالله په خبره، په لومړي سر کې بیومټریک شوې رأیې کمیسیون ته د اعتبار وړ دي او وروسته به دغه رأیې هم تصفیه کېږي چې سرغړونه پکې نه وي شوې.

“د هغو کسانو رأیې موږ ته د اعتبار وړ دي چې د بیومټریک له لارې یې دوه ګوتې، تذکره او عکس اخیستل شوی. په دې کې بیا دویم ځلې تصفیه کاري کېږي. ځکه کېدای شي چې یوه کس دوه ځلې عکس اخیستی وي، په تکرار سره یې د ګوتو نښې ورکړې وي، سټیکر یې تکراري وي، عمر یې کم وي او دغه شان نور.”

په پام کې ده د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه نېټه اعلان شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.