کابل کې موټر بمب چاودنې ۷ تنه وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي

 

کابل ښار کې موټر بمب چاودنې ۷ تنه وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن سهار شااوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې د “قسیم” سړک په سیمه کې ټونس موټر چاودنه کړې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د دغه موټر بمب هدف “ګاردا ورلډ” بهرنۍ امنیتي کمپنۍ لندکروزر موټر و.

د ښاغلي رحیمي په وینا د دغې چاودنې په ۱۴ تنه ټپیانو کې د یادې کمپنۍ ۴ بهرني کارکوونکي هم شامل دي.

ښاغلی رحیمي وايي ماشومان هم د دغې پېښې د مړو او ټپيانو په ډله کې دي او د “ګاردا ورلډ” بهرنۍ امنیتي کمپنۍ یو موټر او د ملکي کسانو دوه موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کابل د نن ورځې په موټر بمب حمله کې لاس لرل رد کړل او وايي چې دا حمله په دوی پورې اړه نه‌لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.