پینتاګون له کانګریس څخه د طالب مرکچیانو لپاره د پیسو غوښتنه کړې M

 

تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون له کانګریس څخه غوښتي چې د هغو طالبانو خرڅ ورکړي چې د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

دا موضوع نن /چهارشنبه/ یوې امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې څرګنده کړې ده.

د سږ کال په لومړیو کې وویل شول چې پینتاګون له کانګریس څخه غوښتي چې طالبانو ته د هغوی د سولې د مرکچیانو د سفر خرڅ ورکړي.

د هیل ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۰ مالي کال لپاره د پخلاینې په برخه کې د طالبانو د مالي مرستې لپاره پیسې غوښتي دي.

د کانګریس د تدارکاتو د فرعي کمېټې ویندوی وویل، د ۲۰۱۹ په مارچ کې پنتاګون د کانګریس د تدارکاتو فرعي کمېټې ته یو لیک واستاوه او په هغه کې یې د طالب مرکچیانو لپاره د تېر کال په شان پیسې غوښتي دي.

دي هیل ورځپاڼه د ویاند له قوله لیکي، «دا پیسې به د تروریست تنظیم (طالبان) پر ترانسپورت، د وسایلو په انتقال، خوړو او وسایلو ولګېږي»

د امریکا د تدارکاتو فرعي کمېټې د ۲۰۲۰ مالي کال مصرفي بودجه تصویب کړه خو د طالبانو د مصرف له ورکولو سره یې موافقه ونه کړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.