پومپیو: هیله ده افغانان په دې تاريخي ناسته کې سولې ته ورسېږي
تاند ( شنبه، د سنبلې ۲۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو یو ځل بیا ویلي، چې هېواد یې افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او له دې پروسې بشپړملاتړ کوي.
پومپیو په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو په څنډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې زیاته کړې: « په دوحه کې د افغانانو ترمنځ لومړنۍ ناسته تاریخي وه او هیله لري، چې دا خبرې په افغانستان کې د تلپاتې سولې سبب وګرځي.»
په ورته مهال عبدالله پومپیو ته ډاډ ورکړی، چې سوله د افغان دولت او ټولو افغانانو لومړیتوب دی او قطر ته د دوی راتګ هم د روانې اوږدې جګړې لپاره د سوله ییزې حل لارې موندل دي.
په ورته مهال پومپيو بیا په ټویټر لیکلي، دې پړاو ته د بین الافغاني مذاکراتو رسېدو ډېره قرباني اخیستې ده او له دې مذاکراتو څخه ګټه پورته کول هم سخت کار او قربانۍ ته اړتیا لري.
نوموړی د بین الافغاني مذاکراتو ښکېلو خواوو ته په اشارې سره وایي:«تاسو به د خبرو په جریان کې له ډیرو ننګونو سره مخ شئ. کله چې تاسو له داسو ننګونو سره مخ کېږئ، په یاد کې راولئ چې تاسو نه یوازې د دې نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو استازولي کوئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله له دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي او پر افغان سوله غږېدلي دي.
نظرات بسته شده است.