ولسمشر غني : ترهګر هڅه کوي، مذهبي ځايونو په نښه کولو سره قومي کړکېچ ته لمن ووهي

 

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : ولسمشر غني وايي، ترهګر هڅه کوي د جوماتونو او سیاسي غونډو د په نښه کولو له لارې قومي او سیاسي کړکیچ ته لمن ووهي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د کابل په دشت برچي سيمه کې پر يوه جومات د ځانمرګي بريد په غبرګون کې کړې دي.

هغه زياته کړې : (( تروریستانو د خپلو بشري او دیني ضد جنایتونو په لړ کې پرون شپه الزهرا جومات کې پر لمونځ کوونکو تروریستي برید وکړ چې له امله یې زموږ یو شمېر پرهیزګاره وطنوال شهیدان او ټپیان شول. دغو جنایتکارانو د روژې د مبارکې میاشتې د پيل راهیسې په جنایتونو لاس پورې کړی او په ځلونو یې بشري ناورین رامنځته کړی دی. ))

ولسمشر ويلي، ترهګر هڅه کوي د جوماتونو او سیاسي غونډو د په نښه کولو له لارې قومي او سیاسي کړکیچ ته لمن ووهي. له دغو کړنو څرګندیږي چې تروریزم، قوم، مذهب، ژبه او سمت نه پيژني، بلکې غواړي پر سپیڅلو ځایونو او عامو خلکو د بریدونو له لارې د ویرې او وحشت فضا جوړه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي : (( ترهګر باید پوه شي چې د افغانستان خلک د یو موټي او متحد ملت په توګه د یو بل تر څنګ ولاړ دي او دغه ډول ناوړه اعمال چې له ټولو دیني ارزښتونو سره په ټکر کې دي، نشي کولای د افغان ملت د ورونو قومونو ترمنځ وحدت، سیاسي او مذهبي بهیرونو ته زیان ورسوي. ))

سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر غني دویم مرستیال محمدسرور دانش، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمدمحقق او د سولې د عالي شورا ريیس استاد محمدکریم خلیلي سره د جلا جلا تېلیفوني تماسونو له لارې د پرونې شپې پر تروریستي پېښې له هغوی سره همدردۍ څرګنده کړه.

ولسمشر د امنیتي چارو ستر معین جنرال مراد علي مراد او د هېواد د ملي امنیت عمومي رئیس محمدمعصوم ستانکزي ته لارښوونه کړې ده چې د پېښې دق ربانيانو د جنازې او فاتحې لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي او همدارنګه د نورو عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت په خاطر جدي تدبیرونه وسنجوي.

ولسمشر د ټولو پولیسو په ځانګړي ډول د هغه پولیس سرتیري سرښندنه او فدکاري وستایله چې تېره شپه یې تر دې د لوی ناورین مخه ونیوله او همدارنګه په دغه پېښه کې د ملي سوداګر، وطندوست او د خلکو خدمتګار شخصیت الحاج رمضان حسین‌زاده د مړينې له امله د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وايي.

دغه راز د حکومت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د بلخ والي او د جمعيت اسلامي يو تن مشر عطاء محمد نور، دحکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ، د جنبش ګوند او ځېنو نورو سياسي ګوندونو او مشرانو دا بريد په کلکه غندلى دى.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.