مشرانو جرګه: تر امنیتي ګواښ لاندې ولایتونو کې دې د ناورین مخه ونیول شي

دآزادی راډیو

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنیو ډېرېدو د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

دوی ټينګار کوي چې حکومت باید په هغه ولایتونو کې کوم چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي د ناورین د تکرار مخه ونیسي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵» په عمومي غونډه کې په‎دې اړه د سناتورانو تر اندېښنو څرګندولو وروسته له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په هدف جدي اقدامات وکړي.
نوموړی وايي:

“زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د خلکو د ساتنې په برخه کې جدي واوسي، دا واقعاً د خطر زنګ دی، د څه په اړه چې تاسې اندېښنه لرئ موږ يې هم اندېښمن کړي یو، تاسې په حقه یاست او نور له دې وضعیته ستړي شوي یو او حکومت باید دې وضعیت ته جدي پام واړوي.”

په هېواد کې د ناامنیو د ډېرېدو په اړه په‎داسې حال کې دا اندېښنې زیاتېږي چې همدا تېره شپه د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سقوط خبرونه خپاره شول.
د ميدان وردګ چارواکي: د سيداباد ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوى
د راپورونو له مخې د سیداباد پر ولسوالۍ د وسله‎والو طالبانو تر حملې وروسته د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سناتورانو په وینا، د دغې حملې له امله د میدان وردګ ولایت په ګډون په غزني، پکتیا او لوګر کې برښنا قطع شوې او مخابراتي شبکو هم کار پرېښی دی.

سیداباد، د کابل-کندهار په لویه لاره پرته د میدان وردګ یوه مهمه ستراتېژیکه ولسوالۍ ده.

د مشرانو جرګې یوې غړې ګلالۍ اکبري وویل، له کابل سره د نږدې ولسوالیو امنیت هم د پخوا په پرتله خراب شوی او که دغه وضعیت ته پام ونه‎شي، دا د کابل د امنیت لپاره د خطر یو زنګ دی.

اغلې اکبري زیاته کړه:

“په رښتیا هم چې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، تاسې وګورئ د سیداباد ولسوالۍ سقوط وکړ، له مرکزه نیولې تر ولایتونو پورې وضعیت ښه نه‎دی، په لوګر او میدان وردګ کې جګړه د کابل لپاره یو ګواښ دی، حکومت باید ډېر ونه‌نازېږي، ځکه نه‎شي کولای امنیت تأمین کړي.”

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه په‎دغو عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې هم لري.
ښاغلي جاوېد زیاته کړه:

“هېڅ ډول اندېښنه نه‌شته، هغه څه چې سناتورانو ویلي سم نه‎دي، زموږ امنیتي ځواکونه له ښه موراله برخه‌من دي او ښې لاسته راوړنې هم لري. په ۱۳ ځایونو کې مو د دوی پټن‎ځایونه له‎منځه وړي او سلګونو تنو ته‌یې مرګ ژوبله اوښتې ده.”

بل‎خوا د مشرانو جرګې بل سناتور جمعه دین ګیانوال بیا وايي چې حکومت باید پرې نه‌ږدي چې له افغانستان نه دوهمه سوریه جوړه شي او خپله جنګي ستراتېژي باید بدله کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.