له پاکستاني پلاوي سره د ولسمشر غني کتنه او د عمل پلان د سند پر تطبیق خبرې!

 

دآزادی راډیو

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د عمل پلان د سند پر عملي کېدو خبرې وکړې.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه چې د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته راغلی د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له بېلابېلو افغان چارواکو سره وکتل.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت تمه لري چې پاکستان د عمل پلان د سند د عملي کېدو په برخه کې جدي ګامونه واخلي.
نوموړي زیاته کړه:

“دا پلان تر اوسه د کاغذ پر مخ دی او عملي کول‌یې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او همداراز کولای شي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي په کمېدو کې اغېزمن تمام شي.”

د تېر لمریز کال په حوت میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د پاکستان له صدراعظم سره په لیدنه کې توافق کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د عمل د پلان سند ژر وروستی کېږي.

له ترورېزم سره مبارزه
امنیتي او سیاسي همکاري
د سولې او پخلاینې بهیر
ګډه اقتصادي پراختیا
د تاوتریخوالي راکمول
له پاکستانه د افغان کډوالو راستنول

د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمل پلان د سند مهم موارد دي.
د پاکستان لوی درستیز په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې موقت اوربند اعلان کړی او طالبانو هم ورته مثبت ځواب ویلی دی.
​د سیاسي چارو افغان پوه خالد سادات وايي، کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.

د ښاغلي سادات په خبره په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په برخه کې نسبي پرمختګونه کړي افغان حکومت باید هڅه وکړي چې پاکستان هم په دې برخه کې رښتینې همکارۍ ته اړ باسي.

نوموړي زیاته کړه:

“اوس د سولې په پروسه کې د پاکستان ښکېلتیا په دې شرط چې ابتکار ټول له افغان حکومت سره وي د سولې پروسې په ګټه تمامېدای شي ځکه چې پاکستان کولای شي پر طالبانو فشارونه لا زیات کړي څو دوی سولې ته غاړه کېږدي.”

د ښاغلي سادات په خبره په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کېدل مهم دي چې د عملي پلان عملي کېدل د دغه باور د بیا رغېدو په برخه کې ښه پیلامه کېدای شي.

په همدې حال کې د پاکستان د وسله‌وال پوځ وياند تورن جنرال اصف غفور پر خپله ټويټرپاڼه په پښتو په یوه ټويټ کې ليکلي چې پاکستان هيله‌مند دی په افغانستان کې د افغانانو او ناټو ځواکونو د سولې هڅې بريالۍ شي.

پخواني معلومات
د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د عمل پلان د سند پر عملي کېدو خبرې وکړې.

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه چې د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته راغلی د افغان ولسمشر په ګډون‌یې له بېلابېلو افغان چارواکو سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د دغه سند پر عملي کېدو خبرې کړې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت تمه لري چې پاکستان د عمل پلان د سند د عملي کېدو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د تېر لمریز کال په حوت میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د پاکستان له صدراعظم سره په لیدنه کې توافق کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د عمل د پلان سند ژر وروستی کېږي.

له ترورېزم سره مبارزه
امنیتي او سیاسي همکاري
د سولې او پخلاینې بهیر
ګډه اقتصادي پراختیا
د تاوتریخوالي راکمول
له پاکستانه د افغان کډوالو راستنول

د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمل پلان د سند مهم موارد دي.
د جمهوري ریاست د ویاند دفتر وايي چې د دغه سند عملي کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو سربېره په سیمه کې د تاوتریخوالي له کمېدو سره هم مرسته کولای شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.