غني: پاکستان کې د پښتنو د احتجاج بشپړ ملاتړ کوم

 

دامریکا غږ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تروریزم او افراطیت پر ضد د خلکو د یو موټي کیدو لپاره، په پاکستان کې د پښتنو له اوږدمهالي احتجاج څخه ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر په خپل ټویټر کې د پاکستان د پښتنو احتجاج، د افراطیت پر ضد د مثبت اقدام پیل ګڼلی او ویلي یې دي “دا له اخلاقي پلوه زموږ د ټولو دنده ده چې ملاتړ یې وکړو”.

ولسمشر غني پر رسنیو هم غږ کړی، چې نړیوالو ته د پښتنو د غږ په رسولو کې مرسته وکړي “زه له رسنیو څخه غواړم چې خپلې دندې په بې‌پرې ډول ترسره کړي او د پښتنو له احتجاج سره مرسته وکړي، چې نړیوالو ته خپل رښتینی انځور او خپلې نیوکې او غوښتنې وړاندې کړي”.

ښاغلي غني دغه راز په کابل کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، چې د افغانستان او سیمې خلک باید د افراطیت پر ضد یو موټی شي.

کابل کې د پاکستان د پښتنو د احتجاج په ملاتړ لاریون

د پاکستان په مختلفو سیمو کې له څه باندې یوې اونۍ احتجاجونو وروسته، لسګونو کابل میشتو د جمعې په ورځ د دغه ښار د حضوري چمن په سیمه کې د پاکستان د پښتنو د احتجاج په ملاتړ لاریون وکړ.

لاریون کوونکو چې د “لر او بر یو افغان، ترهګري نه منو، ترهګر‌پال نه منو، د پښتنو دښمن پنجاب او د پښتنو قاتل پنجاب” شعارونه ورکول، په پاکستان کې د میشتو پښتنو له احتجاج سره د پیوستون او ملاتړ اعلان وکړ.

له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په زرګونو پښتنو د یو قبائیلي ځوان نقیب‌الله مسید د وژل کیدو په غبرګون د اسلام آباد په شمول د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې احتجاج کړی او له پاکستاني چارواکو څخه څخه غواړي چې د پېښې عاملین ونیسي او ورباندې عدالت تامین کړي.

د دغو معترضینو په غوښتنو کې راغلي چې د نقیب‌الله مسید قاتلینو ته سزا ورکړل شي، د ورکو شویو پښتنو څرک دې معلوم شي او په قبائیلي سیمو کې ښخ کړای شوي ماینونه شنډ شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.