غزني کې موټر بم حملې ۹ تنه وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي

دآزادی راډيو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار د غزني ښار د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم حمله شوې ده.

د دغه وزارت وياند طارق ارين زياتوي: “له بده مرغه ترورېستانو دا ځل د غزني ښار د اسلامي ثقافت په مرکز کې موټر بم حمله کړې. کورنیو چارو وزارت پېښه تأييدوي. د پېښې نور جزئیات وروسته وړاندې کېږي.”

ښاغلي ارین د دغې حملې د هدف په اړه معلومات جزئیات ورنه‌کړل.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او د افغان حکومت له لوري د جګړې د اعلان او د دوی په وینا په مختلفو ولایاتو کې په ملکي خلکو د بریدونو ځواب‌یې بللی دی.

دغه ډله ادعا کوي چې په دغې حمله کې د استخباراتو د ځانګړې ‘۰۶’ قطعې او ‘۷۰۳’ کنډک ګډ مرکز یې هدف ګرځولی او لسګونه کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکي د مرګ‌ژوبلې په اړه د طالبان ادعا ردوي.

تازه سر ته راولهزاړه سر ته راوله
۱۳:۰۹
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د غزني د اسلامي ثقافت پر مرکز د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي: “له بده مرغه ترورېستو طالبانو د روژې په میاشت کې د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار، د غزني د اسلامي ثقافت پر مرکز موټر بم حمله وکړه چې په پایله کې یې ۹ تنه شهید او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.”

ښاغلی ارین زیاتوي: “طالبانو د روژې میاشتې له پیل تر اوسه پر روغتون، جنازې مراسمو، عامه تأسیساتو او ملکي سیمو څو انتحاري او ترورېستي حملې ترسره او لسګونه هېوادوال یې هدف ګرځولي دي. د طالبانو دغه ناوړه عمل محکوم او د ټولو اسلامي، انساني ارزښتونو او جنګي قوانینو خلاف دی.”

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.