ستانکزی: په کابل ښار کې نننۍ انتحاري حملې ۷تنه وژلي

 

د کابل امنیه قومانداني وايي چې نن له غرمې وروسته یوه انتحاري حمله کوونکي د سړک پر سر د شهید اوونۍ د لمانځونکو د کاروان په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه ۷تنه یې ووژل او له شلو کسانو زیات یې ټپیان کړل.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي په دې اړه د یکشنبې په ورځ ازادي را‌ډيو ته وویل چې دغه حمله د کابل د تایمني په سیمې کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:

“نن له غرمې وروسته شا خوا درې بجې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني په سیمه کې په کاروان باندې انتحاري حمله وشوه، چې د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې اووتنه وژل شوي او له شلو زیات ټپيان شوي دي.”

بل خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې په کابل ښار کې د غیر مسوولو وسله والو په هوايي ډزو کې ۱۳ تنه ټپیان شوي چې دا مهال په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ارقام تائیدوي او وايي چې ټول کسان په هوايي ډزو لګېدلي دي.

د سنبلې اتلسمه چې د جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کېدلو له ورځې او د شهید له اوونۍ سره برابره ده، هر کال په افغانستان کې په بېلابېلو مراسمو سره لماځل کېږي.

د دغې ورځې د لمانځلو په بهانه د یکشنبې په ورځ یوشمېر غیر مسؤل وسله وال کسان په کاروانونو کې د کابل واټونه ته را ووتل او هوايي ډزې وکړې چې یو شمېر عام خلک یې ټپیان کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې تړاو یې او د خلکو د ځورولو په تور یې ۱۵۰ کسان نیولي اور ورڅخه یې شل میله وسله او ۳۰عرادې موټر هم ضبط کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي حکومت باید نیول شوي کسان عدليي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.
د دغه کمېسیون غړې وږمه ساپۍ ازادي راډیو ته وویل:

“کله چې هغوی نیسي قانوني چلند دې ورسره وشي چې د خپلو اعمالو په جزا ورسېږي چې د نورو لپاره عبرت او پند شي، په داسې یو وخت کې انتحاري موقع ته ګوري او له تشې او خلا نه په استفادې، بېوزله خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.”

مېرمن ساپۍ زیاتوي دا لومړی ځل نه دی چې بې یو شمېر بې بندو باره کسان د شهید له اوونۍ له لمانځلو نه په ناوړه استفادې سره واټونه ته را وځي، خو په خبره یې حکومت ورسره جدي چلند نه کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي دا ځل به له دغو خلکو سره جدي چلند وشي او په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت د کابل ګارنېزیون او د کابل امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه کړې چې ټول نیول شوي کسان د لا څېړنو لپاره عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

راپور: رحمت الله افغان

پخواني معلومات

د کابل امنیه قومانداني وايي د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰تنه ټپیان دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.