ساینس/ د نرګس بېک لیکنه

 

 

لیکواله: نرګس بیګ په بریتانیا کې د ساینسي علومو استاده

د لومړني انسان د ژوند په هکله له فکر وروسته، منطقي پایله دا ده چې ووایو حتی د ژوند له لومړنيو آسانتیاوو هم برخمن نه و؛ د حیا یا اړتیا لپاره به یې غوښتل ځان پټ کړي، له بارانه له واورو او توپانونو خوندي وي، موړ وي او امن وي. ډېر فکر به یې کړی وي چې څرنګه دغه اړتیاوې پوره کړي، له ګڼ شمېر تجربو وروسته به یې د ځان پټولو او خوندي ساتلو لومړني ذرایع ترلاسه کړي وي. په لپه کې اوبه څښلو به بلاخره د لپې ته ورته جسم د موندلو فکر وراچولی وي، په مغارو کې له اوسېدو څخه به د کور جوړولو فکر ور لوېدلی وي، په پاڼو او څرمن کې ځان پټولو به د ټوکر جوړولو فکر ورکړی وي او لومړنیو وسایلو به عالي وسایلو ته ورپام کړی وي.

د ژوند آسانتیاوو ته یوازې ساینس ځواب وايي؛ د ساینس تاریخ د ژوند له خلقت سره پیل شوی او د ژوند تر پایه به دوام مومي. د لومړني انسان د بقا مبارزه د ساینسي بهیر لومړنۍ ډبره ګڼل کېږي، د بقا دغه هڅې کلونه وروسته د یوه اساسي علم (ساینس) په توګه منل کیږي.

زموږ متحوله نړۍ له تابع او متحول مفاهیمو ډکه ده، زموږ د تمدن او ثقافت چیغې د ساینس له حنجرې راوځي؛ او ډېری فرهنګي مراسم او دیني مناسک مو د ساینسي لاسته راوړنو تابع دي؛ خو موږ پېړۍ پېړۍ ساینس د کفري/شیطاني علم په توګه ګڼلی او منلی؛ د ساینس پرمختیايي بهیر مو ټکنی کړی او نن د دغه علت معلول په خپله بیچاره ګۍ او محتاجۍ کې په آسانه لېدلی شو.

تاریخ راته وايي، چې علمي غونډو او ټولنو د هېوادونو په ساینسي پرمختګ کې اساسي نقش درلودلی؛ د ساینس برخې ډېر شمېر پوهان د علمي ټولنو له لوري هڅول شوي او مطرح شوي دي. د بېلګې لپاره یې د انګلستان هېواد د ساینس رایل سلطنتي ټولنه یادولی شو دې ټولنې د ایزاک نیوټن، رابرت هوک، اډینګټن او حتی اوس دسټیفن هاوکینګ د هڅو او هاند ترشا اساسي نقش درلودلی او لري یې. د نړۍ نور هېوادونه هم د ساینسپوهانو، منجمانو، فزیکوالو او… ټولنې لري، له دې لارې ساینسي هڅې ګړندۍ کوي، د خپلو ساینسپوهانو لاسته راوړنې نړیوالو ته معرفي کوي او په هېواد کې د ساینس فرهنګ عامولو ته کار کوي.

نن افغانستان هم د دغه قطار هېوادونوخوا ته روان دی او د زرغون څېړنې او ژباړې مرکز( چې مختص په د طبیعي علومو په ډګر کې یې فعالیت کوو) ترڅنګ، د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره افغان طبيعي علومو ټولنې (انسا) په فعالیت پیل کړی، د ساینس فرهنګ عامولو ته دا شان مراکز او ټولنې ډېر موثر دي او کوندې د دغه جریان له برکته په افغانستان کې هم ساینس یو ضروري او رحماني علم وګڼل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.