د کورنیو چارو وزارت مني چې د دغه وزارت په قراردادونو کې فساد شته

دآزادی راډیو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې يې په دې وزارت پورې ټول اړوند قراردادونه له سره څېړل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مني چې په دې وزارت پورې اړوند قراردادونو کې فساد موجود دی، خو وايي چې د ولسمشر د حکم پر اساس د دې قراردادونو بیا څېړنه به په دې برخه کې ښې نتیجې ولري.

د قراردادونو بیا څېړنه به په دې برخه کې ښې نتیجې ولري.
د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې د دې وزارت په مالي، تدارکاتي، لوژستیکي او په نورو برخو کې فساد موجود دی او د دې برخو ټول قراردادونه به په شفاف ډول وڅېړل شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۶» ازادي راډيو ته وویل:

“د کورنیو چارو وزارت پورې اړوند د قراردادونو د ښه شفافیت په هدف د څېړنې هرکلی کوو، دا یو نېک ګام دی او له شک پرته موږ منو چې په یو شمېر قراردادونو کې فساد موجود دی او پر ضد يې جدي اقداماتو ته اړتیا ده چې وخت به ونیسي که څه هم په دې برخه کې اقدامات شوي دي.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تدارکاتو په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د ټولو قراردادونو د څېړنې امر کړی دی.
ښاغلي غني ویلي د کورنیو چارو وزارت باید د ټولو قراردادیانو اسناد ارګ ته وسپاري تر څو له سره وڅېړل شي.

د تدارکاتو ملي کمېټه وايي، که په دې څېړنه کې د هر شرکت په کارونو کې ستونزې پیدا شوې، نو د محرومیت کمېټې ته پېژندل کېږي او له دوه تر پنځه کلونو پورې به‌يې شرکت تور لېست ته غورځېږي.

د دغې کمېټې د ستراتېژیک ریاست سرپرست احمد رامین ایاز ازادي راډيو ته وویل، افغان ولسمشر ته د پولیسو د اعاشې او اباطې په برخه کې د ستونزو شکایتونه رسېدلي دي ځکه د دغه قراردادونو د بیا څېړنې امر شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ د ولسمشر له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د دې بنسټ اجرائيوي مشر سید اکرام افضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل دوی اسناد لري چې د کورنیو چارو وزارت په ډېری قراردادونو کې پراخه فساد موجودی دی او بیا څېړنه به‌يې ښې نتیجې ورکړي
نوموړي زیاته کړه:

“د کورنیو چارو وزارت قراردادونه له بده مرغه چې په ډېر غیر شفاف ډول ترسره شوي دي او کوم تېر حاکم ټیم چې د تدارکاتو په برخه کې يې کار کاوه امانتداري يې تر پوښتنې لاندې وه، خو اوس چې ولسمشر د کوم اقدام امر کړی دی موږ هیله لرو چې دا به د دې لامل شي چې کومې ستونزې چې په قراردادونو کې وې او کومې ناوړه استفادې چې شوي ټولې به راښکاره شي.”

فساد که د کورونیو چارو په وزارت کې وي او یا که په نورو بنسټونو کې د افغانستان لپاره لویه ننګونه بلل کېږي او دغه پدیده په نړیواله کچه د افغانستان نوم او دریځ ته صدمه رسوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم څه موده وړاندې د کورنیو چارو په وزارت کې د پراخ فساد د موجودیت خبره کړې وه، خو اوس به ولیدل شي چې د دغه وزارت د قرادادونو بیا ارزونه به څومره شفافیت ولري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.