د کلیو او پراختیاوزارت دروازه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي

دامریکا غږ

پولیس وايي په دار الامان کې د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۲تنه وژلي او ۳۱ نور یې ټپيان کړي دي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي چې دا ځانمرګی برید د دوشنبې په ورځ (جون۱۱) ما سپښین د وزارت په دروازه کې شوی دی.

حشمت ستانکزي وویل” پدې پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او امکان لري، چې د مرګ ژوبلې شمیره زیاته شي”.

خو عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح وایي چې پدې ځانمرګي برید کې “۱۲تنه وژل شوي او ۳۱ ټپيان” دي.

د عبدالناصر په نوم ددې وزارت یوه کارکوونکي وویل چې دا ځانمرګی برید پداسې وخت کې وشو، چې د وزارت کارکوونکي له وزارت نه د وتلو په حال کې وو او په وژل شویو کې د وزارت ماموراني هم شته دي.

د کلیو پراختیا وزارت ترڅنګ نورې دولتي ادارې هم شته. په روژه کې یوه بجه دولتي کارکوونکي له خپلو دفترونو رخصتیږي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.