د ننګرهار د جنایتکارانو او د نا امنۍ د عواملو په مهارولو لاس پورې کړئ

 

تاند – د کابل او ننګرهار تر منځ وروستي ارتباطات ښیي، چې نور نو زورواکو او مافیایي کړیو ته د ارګ زغم پای ته رسېدلی او د هغوی د مهارولو لپاره یې ځانګړي پوځي واحدونه جلال اباد ته لېږلي دي.

ویل کیږي، چې حکومت دا ګام وروسته له هغه واخیست چې ننګرهار ته نوي لېږل شوي والي د سیمې حالات تشخیص کړل او په کابل کې چارواکو ته یې راپور ورکړ.

په کابل کې یوه حکومتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، چې ننګرهار ته د والي په توګه د حیات الله حیات په ورتګ سره هلته واکمنو او زورواکو وکیلانو ورته خپلې غوښتنې مخې ته ايښي او ورته یې ویلي چې که غواړي چې په ننګرهار کې ولایت وکړي د هغوی غوښتنې دې ومني.‌

د حاجي ظاهر قدیر په هکله ویل شوي، چې حکومت باید هغه ته هره میاشت د پنځوسو ساتونکیو تنخا اولګښتونه او تر څنګ یې دېرشو موټرو ته لګښتونه ورکول شي.‌

یوه بل زورواکي حاجي حضرت علي غوښتنه کړې چې د هغه د کور د برېښنا میاشتنی لګښت درې زره لېټره تېل دی او دا چې هغه جهاد کړی نو ولایتي اداره باید هره میاشت د هغه د درې زره لېټره تېلو لګښت ورکړي.

د حاجي محمد امان خیري په هکله ویل شوي چې له والي څخه یې د خپلې حجرې د چلولو لپاره د میاشتې د دېرش زره ډالرو شکونې د دوام غوښتنه کړې ده.

په یوه بل انکشاف کې تاند ته وویل شول، چې څلورمه دوسیه د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار او پنځمه د فریدون مومند په نامه ثبت شوې ده.

ویل کیږي چې د رسنیو هغه کارکوونکی چې څو میاشتې وړاندې یې د ښاغلي مسلمیار له کور نه په ځانمرګو بریدونو کې د کارېدونکو واسکټونو د راوتلو په هکله خبر خپور کړی وو، تری تم شوی دی.

په داسې حال کې چې د ښاغلي مومند په هکله ویل کیږي چې له یوې خوا د افغانستان حکومت او په افغانستان کې د پاکستان له دیپلوماتیکو حلقاتو سره ارتباط لري او بلې خواته د پاکستان استخباراتي ادارو سره اړیکې پالي او د میرویس یاسیني په همکارۍ یې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د پاکستان شناختي کارډونه توزیع کړي دي.

د ښاغلي یاسیني په هکله پخوا ویل شوي وو چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني ولسمشر فاروق احمدخان لغاري تر څنګ کور ورکول شوی دی.

داسې ښکاري چې په ننګرهار کې په روانو نا امنیو کې دا او دوی ته ورته نورې مافیایي کړۍ او ناقانونه وسله والې ډلې نېغ په نېغه لاس لري، او ویل کیږي چې په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي بریدګر قېمت پنځوس زره افغانۍ دی او همدغه ډلې یې په حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره کاروي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې نژدې درې ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني د یوه ویډیو کانفرانس له لارې د ننګرهار چارواکو ته وویل، چې د وکیلانو ناروا غوښتنې ونه مني او دا چې نوموړی دا کار له ملي خیانت سره برابر بولي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.