د اسیا بنسټ سروې: د افغانستان راتلونکي ته د خلکو هیله مندي زیاته شوې

دآزادی راډیو

په دې سروې کې راغلي چې ۳۶،۱ سلنه خلک وايي، افغانستان سم لور ته روان دی، په داسې حال کې چې ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا شمېره ۳۲،۸ سلنه وه.
شريکول
د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ یوه نوې سروې ښيي چې د افغانستان د راتلوونکي په اړه د تېر په پرتله د افغانانو هیله‌مندي زیاته شوې ده.

د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ په دې سروې کې له ۱۷۸۱۲ تنو سره چې پنځوس سلنه یې ښځې دي، په ټول افغانستان کې مرکې شوي دي، خو د ښارونو په نسبت په کې کلیو ته ډېر پام شوی.

د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره د هیله‌مندۍ کچه هم د نورو کلونو په پرتله زیاته شوې ده، خو نا امني لا هم د خلکو لپاره د لوی سرخوږي په توګه یاده شوې ده.

د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ نوې سروې ښيي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله، د افغانانو ترمنځ د خپل هېواد د ښې راتلوونکې په اړه خوشبینې زیاته شوې ده.

په دې سروې کې راغلي، ۳۶،۱ سلنه خلک وايي، افغانستان سم لور ته روان دی، په داسې حال کې چې ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا شمېره ۳۲،۸ سلنه وه.

په دې سروې کې همدا ډول له وسله‌والو طالبانو سره د خبرو او د سولې په اړه هم مرکې شوي دي او په کې راغلي، ۶۴ سلنه افغانان وايي، طالبانو سره سوله ممکنه ده، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا شمېره ۵۳،۵ سلنه وه.

په سروې د خلکو له نظره د ملي یووالي حکومت له کړنو هم د رضایت کچه پورته تللې او نږدې ۶۵،۷ سلنه افغانان د دې حکومت له کړنو راضي دي.

خو نا امني او اقتصاد دوه نور موضوعات دي چې په اړه یې د تېر په پرتله د خلکو اندېښنه زیاته شوې ده.

د سروې له مخې، ۷۴،۵ سلنه خلک د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا شمېره ۷۱ سلنه وه.

د سروې له مخې، لا هم طالبان د ستر تهدید په توګه مطرح دي، خو د خپل ځان د ساتلو لپاره د خلکو ونډه زیاته شوې ده.

نا امني او اقتصاد دوه نور موضوعات دي چې په اړه یې د تېر په پرتله د خلکو اندېښنه زیاته شوې ده.
نا امني او اقتصاد دوه نور موضوعات دي چې په اړه یې د تېر په پرتله د خلکو اندېښنه زیاته شوې ده.
په دې سروې کې د تېر په پرتله د پولیسو په اړه د خلکو رضایت ۱۱ سلنه را کم شوی، خو پر ملي اردو بیا د باور کچه پورته شوې او ۵۷،۵ سلنې ته رسېدلې ده.

په دې سروې کې همدا ډول یادونه شوې چې خلک د خپلو کورنیو د اقتصاد په اړه ژوره اندېښنه لري او د هغو ۵۸،۲ سلنه خلکو له ډلې چې وايي، هېواد یې ناسم لور ته روان دی، ۲۶،۶ سلنه یې د بې‌کارۍ، ۱۲،۸ سلنه یې د خراب اقتصاد او ۴،۲ سلنه یې د توکو د لوړو بیو په اړه اندېښنه لري.

په دې سروې کې راتلوونکې ته د خوشبینۍ دلایل سم لوري ته د افغانستان تګ، د سولې خبرو کې د استازیتوب احساس، پر حکومت د خلکو باور او جوړونه او بیارغونه ښودل شوي دي.

خو د نا امنۍ ډېرېدل، ضعیف اقتصاد، کمزورې حکومتولي، د بهرنیو ځواکونو شتون او خدماتو ته په ټېټه کچه لاس‌رسی د بدبینۍ ستر علتونه یاد شوي دي.

د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ مشر عبدالله احمدزی وایي: “د سولې خبرو کې د پرمختګ په اړه هیله‌مندي له یوې خوا او خراب امنیتي او اقتصادي وضعیت له بلې خوا، په دومداره ډول د افغانانو نظریات تر اغېز لاندې راوستي. له طالبانو سره د سولې خبرو له لغوه کېدو سربېره، د ولسمشرۍ ټاکنې چې زموږ د سروې وروسته وشوې، د یوه تلپاتې سیاسي هوکړې اړوند برخلیک تر اوسه نا معلوم ساتلی. ”

په دې سروې همدا ډول معلوماتو ته د لاس‌رسي په برخه کې د تېر په پرتله د خلکو اسانتیاوې ښې بلل شوې دي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا یوازې د څو سلنه په توپیر د ارقامو پورته تلل، د وضعیت د ښه کېدو او یا هم په څو سلنه د ارقامو راښکته کېدل د وضعیت د خرابېدو په مانا بلل کېدای شي؟

شنونکی شعیب رحیم وايي، سروې یوازې د وضعیت اندازه بلل کېدای شي.

هغه وویل: “د احصاییوي معلوماتو موخه همدا ده چې یو څه نسبي پرمختګ یا هم شاته تګ شوی، په اقتصادي موضوعاتو کې دې ته حاشیوي بدلون وايي، شاید دا د خلکو لپاره ډېر خوښوونکی نه وي، خو دا هم مهمه ده چې لوی بدلون په یوه وار نه شي راتللای. “

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.