خوګیاڼی: په ننګرهار کې انتحاري حملې ۱۹ لاریون کوونکي وژلي او ۶۲ ټپيان کړي

 

دآزای راډیو

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو پز اساس د مومند درې په نننۍ چاودنه کې تر دې دمه ۱۹ تنه وژل شوي او ۶۲ نور ټپيان دي.

دا چاودنه نن له غرمې وروسته د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ د ډکې په سیمه کې د لاریون کوونکو په منځ کې رامنځته شوې ده.

خو د دې ولایت د ولایتي شورا غړو د تلفاتو شمېر له دې هم زیات یادوي.

د مومند درې ځانمرګی برید نن څلورمه امنيتي پېښه ده چې په ننګرهار ولايت کې شوې.

تر دې مخکې په جلال اباد ښار کې د نجونو ښوونځي ته مخامخ په دوو غبرګو بمي چاودنو کې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

په بهسود ولسوالۍ کې د نجونو په يوه بل ښوونځي کې هم چاودنه شوې خو چا ته زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه کومې ډلې د ننګرهار د حملو مسئوليت نه دی منلی.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.
پخواني معلومات
د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې د لاریون کوونکو په منځ کې چاودنه شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه د پېښې له سیمې اته تنه وژل شوي او ۳۵ ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
پخواني معلومات
په ننګرهار کې پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید له امله ۳۵ تنه مړه او ټپیان دي.

دغه برید د مومند درې ولسوالۍ د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې د لاریون کوونکو په منځ کې شوی دی.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا پېښه نن سې شنبه ماسپښین شااوخوا یوه بجه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه تنه مړه او تر ۳۰ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، تپیان د غني‌خېلو او د جلال‌اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

دغه لاریون د اچین ولسوالۍ د پېښې سیمې خلکو د دې ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان بلال پاچا پر خلاف روان و او د اعتراض په ‌‌‌‌‌‌ډول‌یې د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې د جلال‌اباد-تورخم لاره تړلې وه چې د خلکو په منځ کې ځانمرګی شوی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې پړه نه‌ده منلې.
پخواني معلومات
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي چې تر دې دمه د مومند درې ولسوالۍ د چاودنې له سیمې د مومند درې او غني‌خېلو روغتون ته تر ۲۰ ټپيان وروړل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام‌الله میاخېل ازادي راډيو ته وویل چې په پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي هم دي چې دقیقه شمېره‌يې نه‌ده معلومه.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې پړه نه‌ده منلې.
پخواني معلومات
څو شېبې وړاندې شااوخوا یوه بجه د مومند درې ولسوالۍ د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې پر لاریون کوونکو چاودنه شوې.

د مومند درې ولسوال حضرت خان خاکسار ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې په پېښه کې تلفات شته، خو کره شمېره‌یې نه‌ده معلومه.

دغه لاریون د اچین ولسوالۍ د پېښې سیمې خلکو د دې ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان بلال باچا پر خلاف روان و او د اعتراض په ‌‌‌‌‌‌ډول‌یې د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې د جلال‌اباد-تورخم لاره تړلې وه چې د خلکو په منځ کې چاودنه شوې.

په زړه پورې منځ‌پانګه
ډېر لوستل شوي مطالب

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.